ایران او پاکستان په ګډوپولوکې نوی پلانونې کوی
ایران او پاکستان په ګډوپولوکې نوی پلانونې کوی
د ایران او پاکستان د ګډو پولو دچارو په باب د ګډ کمیشن درویشتمه ناسته به چې له ننه دپاکستان په کویټه کې ترسره کیږی،تر درو ورځو پورې دوام وکړی .
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان په بلوچستان صوبې کویټه کې د ایران سرکنسول محمد رفیعی وئیلی دی ، د ایران او پاکستان د سرحدی چارو د ګډ کمیشن په غونډې کې چې نن چارشنبې ورځې په کویټه کې ترسره کیږی ،له ترهه رګۍ ، اشرارو ،د انسانانو او نشه ایزو موادو له قاچاق سره د مبارزې پشمول دبیلابیلو موضوعګانو په باب جدی ارزونې کیږی .
محمد رفیعی زیاته کړې ، ددغې غونډې په پای کې به د ایران او پاکستان د پلاوو ترمینځ ځینی موافقې هم لاسلیک شی .
د ایران او پاکستان د ګډو پولو دچارو په باب د ګډ کمیشن د رویشتمه ناسته به چې له ننه دپاکستان په کویټه کې ترسره کیږی ، تر درو ورځو پورې دوام وکړی .
دایران سیستان او بلوچستان ولایت په خاص جغرافیائی موقعّیت کې د راتلو په علت ، د پاکستان او افغانستان په څیر د هیوادونو او ایران لپاره په سیمه ایزو اوله سیمې په ورآخوا مبادلاتو کې د غوره رول لوبولو له نظره ځانګړی شرائط رامینځة کړی دی