د جنرال سلیمانی شهادت به د امریکالپاره ډیرې خطرناکې پایلې ولری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87050-د_جنرال_سلیمانی_شهادت_به_د_امریکالپاره_ډیرې_خطرناکې_پایلې_ولری
مولانا صیب وائی د مینځنی ختیځ دحالاتو له ترینګلی کولو څخه ډونالډټرمپ موخه،په دغې سیمې کې د امریکا ددومدارو ناکامیو باندې د برغولی کیښودل دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 05, 2020 11:44 Asia/Kabul
  • د جنرال سلیمانی شهادت به د امریکالپاره ډیرې خطرناکې پایلې ولری

مولانا صیب وائی د مینځنی ختیځ دحالاتو له ترینګلی کولو څخه ډونالډټرمپ موخه،په دغې سیمې کې د امریکا ددومدارو ناکامیو باندې د برغولی کیښودل دی

زمونږخبریال راپور راکړ   دپاکستان دجمیعت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن  دجنرال قاسم سلیمانی دشهادت  په مناسبت  دخواخوږۍ په څرګندولو سره  وئیلی دی ،امریکایانو ثابته کړې ده  چې  په سیمې کې په بلاغوښتنې او  شر پسې دی . 

  مولانا صیب ددې خبرې  په کولو سره چې د مینځنی ختیځ  د حالاتو له ترینګلی کولو څخه  ډونالډټرمپ موخه،په دغې سیمې کې د امریکا ددومدارو ناکامیو باندې دبرغولی کیښودل دی ،زیاته کړې ،ټرمپ په امریکا کې د راتلونکو انتخاباتو  له فضا څخه د استفادې لپاره د یوه بل تپلی جنګ لپاره ځانونه تیاروی .

Image Caption

 

همداراز د پاکستان په مشرانو جرګې کې د بهرنیو اړیکو دکمیشن مشر سید مشاهد حسین  هم د اسلامی نړۍ د مبارزې د سردار  او د هغه د ملګرو په ترور کې د امریکا وروستۍ جنایت  خواشینونکی بللی ااو وئیلی ئې دی ،  د امریکا دغه کړچار،په لویدیځی آسیا کې د تل پاتې سولې  دټینګیدا لپاره د سیمې دهیوادونو  هلوځلو  له مینځه وړل دی .

همداراز د پاکستان د اهل سنت یوه تکړه دینی عالم او ملی یکجهتی کونسل صاحبزاده ابولخیر  زبیر  هم  دامریاک دغه جنانیت د انسانیَت په ضد یو اقدام بللی او  وئیلی ئې دی،امریکا ثابته کړې چې  دترهه ګرو ډلو ملاتړې ده .

Image Caption

 

دا په داسې حال کې دی ، چې  د   افغانستان طالبانو ډلې  هم په یوې اعلامیې کې جنرال قاسم سلیمانی په ترور کې د امریکا جنایتکار او وحشی ډوله اقدام د نتیجو په باب په  خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ،دا د  امریکایی ترهه ګرو له خوا  یو غیر انسانی او غیر ا صولی اقدام دی  باید د خطرناکو نتیجو په تمه دې هم ووسی .

په اعلامیې کې وئیل شوی،دا چې د یوه خپلواکه هیواد دیوه لوړپوړی چارواکی ترور کوی  او بیا ئې په سپین سترګیتوب سره مسئولیّت هم په غاړه اخلی د حکومتی ترهه ګرۍ یو روښانه مصداق دی او داښئ چې امریکا  له بل هروخته لازیاته بې وسه او کمزوری شوی ده .