بلاخره امریکاومنله په عین الاسدمرکز د ایران ۱۱توغندی لګیدلی دی
د ایران دسپاه پاسدارانو توغندوی یونټ وړمه شپه په عراق کې د امریکائی ترهه ګر پوځ دوه مهم پوځی مرکزونه په شیشت کې راوستل او درندۀ تاوانونه ئې واړول ان تردې چې د امریکا ډنډوره وهونکو ډیر ماډرنو راډاری سسټمونو د ایران یو بالیسټک توغندی هم ونه پیژندل شو .
ایرنا خبری آژانس را پورورکړ د امریکا دپوځ لوی درستیز بیګا ومنله چې دعراق پاه الانبار ولایت کې د دوی په عین الاسد پوځی مرکزد ایران یولس بالیسټک توغندی لګیدلی دی .
جنرال مارک میلی وئیلی د ایران دسپاه پاسدارانو توغندوی یونټ په ایران کې له درو ځایونو شپاړس لنډواټنه بالیسټک توغندی ویشتی چې لږ ترلږه یولس ئې په عین الاسد پوځی مرکز او یو بل هم په اربیل کې په نورو تاسیساتو لګیدلی دی .
داپه داسې حال کې دی چې تروروستیو پورې دامریکا لوړپوړو چارواکو اصلا انکار کاوۀ او وئیل ئې چې د دوی پوځی مرکزونه محفوظ او په ګائیډیډ راډارونو او همداراز په توغندی ضددفاعی سسټمونو سنبال دی او هیڅکله ئې هم څوک په شیشت کې نشی راوستلی . خو دامریکایانو دا ادعا هاله پوچه ثابته شوه چې د ایران دسپاه پاسدارانو توغندوی یونټ وړمه شپه په عراق کې د امریکائی ترهه ګر پوځ دوه مهم پوځی مرکزونه په شیشت کې راوستل او درندۀ تاوانونه ئې واړول ان تر دې چې د امریکا ډنډوره وهونکو ډیر ماډرنو راډاری سسټمونو د ایران یو بالیسټک توغندی هم ونه پیژندل شو .