امریکا نوره هم بي شرمه شوي
د ایران غچ اخستونکی اقدام امریکا په نړۍ کې وشرموله
جنرال مرزا اسلم بیګ د ایران د توغندوی حملو په اغیزشیندونکو بللو سره وئیلی دی،د امریکا د راډاری سسټمونو ناکارندوالی وښودله چې امریکا په تیرو وختونو کې هسې ډنډورې وهلی دی،ځکه په وخت ئې ددغو لسګونو توغندیو کې د یوه په ناکامولو یا معلومولو کې هم بریالی شوی نه دی . هغه په عین حال کې وئیلی دی ، ممکنه ده د ایران له خوا دغې حملې نوره هم زیاتې شی.او دایران له خواپه دغه بریالی غچ اخستونکی اقدام سره دصهیونیسټ رژیم پښې هم په ګړبیدو شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان دپوځ پخوانی ستر قوماندان جنرال مرزا اسلم بیګ په یولړ څرګندونو کې د امریکا د ترهه ګر اقدام په غندلو سره دایران له خوا دغچ ا خستونکی ځواب په باب وئیلی دی ، دایران د سپاه پاسدارانو د امریکائی پوځ په مرکزونو باندې په توغندوی برید سره ثابته کړې ده ، چې د امریکا دپوځ د راډاری سسټم ما ډرنیدا هم ددغې حملې په مقابل کې هیڅ کار ونه کړ او یا دا چې د ایران ماډرن ټیکنالوجۍ د امریکا دغه راډاری سسټمونه جام کړی وو ..
جنرال مرزا اسلم بیګ د ایران د توغندوی حملو په اغیزشیندونکو بللو سره وئیلی دی ،د امریکا د راډاری سسټمونو ناکارندوالی وښودله چې امریکا په تیرو وختونو کې هسې ډنډورې وهلی دی ، ځکه په وخت ئې ددغو لسګونو توغندیو کې د یوه په ناکامولو یا معلومولو کې هم بریالی شوی نه دی . هغه په عین حال کې وئیلی دی ، ممکنه ده د ایران له خوا دغې حملې نوره هم زیاتې شی . او دایران له خواپه دغه بریالی غچ اخستونکی اقدام سره دصهیونیسټ رژیم پښې هم په ګړبیدو شوی دی .
دپآکستان د پوځ دغه پخوانی جرنیل وئیلی دی دا هماغه امریکائی اډې دی چې د ایران جنرال قاسم سلیمانی ئې ټارګټ کړی ؤ ، اوس همدغه ماډرن پوځی مرکزونه د ایران دتوغندیو په شیشت کې دی او هره راتلونکی ورځ د امریکا بې شرمه کیدا له ورایه ښکاره ده او د جنرال سلیمانی په نښه کول د امریکا طاقت نه ،بلکې د دوی لالهاندی ده . ممکنه ده په دغې لالهاندۍ کې ځینی نور کارونه هم وکړی ، چې کیدئ شی نوره هم وشرمیږی او دایران ناکامولو خوب به ئې یوازې په یوه ځلوب بدل شی . هغه په عین حال کې وئیلی دی ، ا یران زمونږ یو دوست او ګاونډی هیواد دی او مونږ سره تاریخی ،مذهبی ،کلتوری ا و اقتصادی راشه دیرشه او مخینه لرو ،که د پاکستان حکومت له د وی سره نه شی دریدلی نو پکار نه ده چې د دوی له دښمن سره په څنګ کې ودریږو او یا ورسره مرسته وکړو .