امریکا له پاکستانه چین نشی لیرې کولی
امریکاد چین او پاکستان ترمینځ اړیکې نشی خرابولی
یاؤ ژینګ زیاته کړې ، امریکاتل هڅه کړې ده څو د پآکستان ولس د دواړو هیوادونو په ګډ اقتصادی کریډور (سی پیک) بدبینه کړی،خو د بیجینګ او اسلام اباد اقتصادی اړیکې به په ۲۰۲۰ کال کې هم هماغه راز دوام وکړی .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ ، په پاکستان کې د چین سفیر یاؤژینګ پرون له اسلام اباد سره دبیجینګ په تجارتی اړیکو کې د امریکا په لاسوهونکی کړچار په سختو نیوکو سره وئیلی دی ،واشنګټن د دواړو هیوادونو مخینه لرونکو اړیکو ته تاوان نشی رسولی ، او د امریکا له چټی هلوځلو سره سره د پاکستان او چین تجارتی اړیکې به له مخکې لازیاتې پیاوړی شی .
یاؤ ژینګ زیاته کړې ، امریکاتل هڅه کړې ده څو د پآکستان ولس د دواړو هیوادونو په ګډ اقتصادی کریډور (سی پیک) بدبینه کړی،خو د بیجینګ او اسلام اباد اقتصادی اړیکې به په ۲۰۲۰ کال کې هم هماغه راز دوام وکړی .
په پاکستان کې د چین سفیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا د بیجینګ او اسلام اباد په ښو اړیکو اندیښمن دی ، روښانه کړې ، چین هیڅکله هم اجازت نه ورکوی ، دبل چا په ګوت وهنو سره ئې له پاکستان سره اړیکې اغیزمنې شی .
د امریکا خارجه وزارت په همداوروستیو کې وئیلی ، سی پیک اقتصادی پروژه دپاکستان د بهرنیو پورونو د زیاتیدا لامل کیږی .