د منظور پشتون دوه ستر ملاتړي ونیول شول
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان پولیسو د ملي پارلمان دوه(۲) استازي ونیول .
د پاکستان پولیسو پرون د اسلام اباد د خبریالانو د مرکز د باندې چیرې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي راټول شوي وو د ملي پارلمان دوه(۲) استازي محسن داوړ او علي وزیر او پینځلس (۱۵) نور کسان د لمسونکو او د تاوتریخوالي رامینځته کونکو ویناګانو کولو په خاطر ونیول .
د پاکستان د پارلمان د دغو غړیو نیول کیدل د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتون د نیولو له پیښې سره ارتباط لري کوم چې په تیر دوشنبې ورځ په پیښور کښې پولیسو نیولی وو .
د پاکستان پوځ د پښتو ژغورنې غورځنګ مشران د امنیتي ځواکونو پرضد د قبایلي سیمو د وسیدونکو د احساساتو د راپارولو او تاوتریخوالي رامینځته کولو تورنوي .
د پاکستان د پښتون ژغورنې د غورځنګ دمشر منظور پشتون له نیول کیدا وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دغه اقدام خواشینۍ څرګنده کړه او د اسلام اباد له حکومت یې وغوښتل چې سمدستي دې منظور پشتون خوشی کړي .
د پاکستان خارجه وزارت هم د افغانستان د ولسمشر اشرف غني وینا د اسلام اباد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه او د دواړو هیوادونو د اړیکو پرضد وبلله .