پاکستاني پوهانو د ایران خلاف د امریکې په غلیمانه سیاستونو نیوکه وکړه
د پاکستان یوه ډله پوهانو په یوه غونډه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې په غلیمانه سیاستونو باندې په نیوکې سره ټينګار وکړ چې د سردار سلیماني شهادت او د پیړۍ د معاملې شرمناکه طرحه د اسلامي امت د لازیات پيوستون او د مقاومت د جبهې د موقعیت د پیاوړتیا سبب شوې ده.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د سینیټ پخواني نماینده فرحت ا... بابر په اسلام آباد کښې په یوه غونډه کښې وویل: ترڅو چې د له ترهګرۍ سره د مبارزې قومندان شهید قاسم سلیماني ژوندی و، تر هغې د پيړۍ د معاملې پلانونکو د دغې شرمناکې طرحې د مخ کتنې جرات نه درلود.
دغه مسلمان کارپوه ټینګار وکړ، پاکستان نن سبا د امریکې د تیري ګرو سیاستونو په وړاندې د مقاومت جبهې ته ضرورت لري او دا هغه سیاست دی چې ایران او د سردار سلیماني په شان شخصیتونو یې بیرغ پورته کړی دی.
فرحت ا... بابر وویل، د مقاومت جبهه توانیدلې چې د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ او په سیمه کښې د امریکې د یرغلیزو پلانونو په وړاندې ودریږي.
په دغه غونډه کښې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي علامه راجا ناصر عباس جعفري هم په خپله وینا کښې وویل: د ایران اسلامي انقلاب د د مقاومت د الهام سرچینه او د سردار سلیماني په شمول د اسلام شهیدان د مقاومت د جبهې بل څراغونه دي.
هم داشان د پاکستان د پارلیماني پخواني نماینده ایاز امیر هم وویل چې د مقاومت چورلیز د سوریې په شمول ځینو هیوادونو کښې د روا حکومتونو د پرزیدو مخنیوی کړی دی.
په پاکستان کښې له فلسطین د ملاتړ د فاونډیشن عمومي منشي صابر ابومریم هم د پیړۍ معامله د اسرائیلو رژيم غیرقانوني اقداماتو ته د پوره روا والي ورکولو لپاره د استکباري قدرتونو د هلوځلو دوام وباله.