مردان کښې د پاکستان یوه الوتکه نسکوره شوې
Feb 13, 2020 03:56 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکو د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کښې د خپلې یوې الوتکې د نسکوریدو خبر ورکړےدے.
ویل شوي، چې دغه الوتکه د فوځ اړونده وه او د تخنیکي ستونزو له کبله پریوتې ده.چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
معلومه نه ده، چې پېښه او په زمکه د غورزېدو په وجه خلقو ته سرتاوانونه هم لري کنه خو ويل کيږي چې پائيلټ ځان ژغورلی او معمولي زخمي شوے دے.
ټیګونه