د ترکیې او پاکستان اړیکې باید نوره هم پراخې شي
رجب طیب اردوغان همدرااز د پيړۍ د معاملې په نامه د امریکا د ولسمشر د مینځني ختیځ د تش په نامه سولې پلان باندې په نیوکو سره هم زیاته کړې ، د مینځني ختیځ یا لویدیيځي آسیا لپاره د ټرمپ پلان د سولې لپاره نه ، بلکې دغه پلان د اسرائیلو دنیواکګر ۍ د پراختیا لپاره دی .
زمونږخبریال له اسلام آباده راپور راکړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دپاکستان په پارلیمان کې پخپلې وینا کې داسلام اباد او انقرې ترمینځ داړیکو په پیاوړتیا په ټينګار سره ووئیل ، ترکیه په درستو سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو کې له پاکستانه ملاتړ ته د وام ورکوي .
رجب طیب اردوغان همدرااز د پيړۍ د معاملې په نامه د امریکا د ولسمشر د مینځني ختیځ د تش په نامه سولې پلان باندې په نیوکو سره هم زیاته کړې ، د مینځني ختیځ یا لویدیيځي آسیا لپاره د ټرمپ پلان د سولې لپاره نه ، بلکې دغه پلان د اسرائیلو دنیواکګر ۍ د پراختیا لپاره دی .
هغه دکشمیر موضوع ته په اشارې او همداراز د اسلام اباد د حکومت له دریځونو دملاتړ په اعلانولو سره ، دکشمیر دشخړې دعادلانه حل او ددغې سیمې د مسلمانانو د حقوقو ته د احترام غوښتنه هم وکړه .
د ترکیې لومړی وزیر پرون په دوه ورځني رسمي سفر دپاکستان اسلام اباد ته تللی دی .وروستي راپورونه ښئ چې دترکیې لومړي وزیر د پاکستان له لومړي وزیر سره دوه ځله ون آن ون لیده کاته هم کړي دي .
هغه بیګا د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره هم په کتنې کې د سیمې د وروستیو بدلونونو په ارزونې سره ، له اسلامه د ویرولو له سپيرې پروسې سره دمقابلې لپاره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پیاوړتیا هم ټينګار وکړ .