ملګري ملتونه:دافغان سولې پروسه له نږدې څاري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88018-ملګري_ملتونه_دافغان_سولې_پروسه_له_نږدې_څاري
د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2020 08:32 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه:دافغان سولې پروسه له نږدې څاري

د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین و.

ملګري ملتونه وايي، د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول ټاکونکی دی او دوی دا پروسه له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د  څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت جوړې شوې ناستې ته ویلي، د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین و.

هغه روان مذاکرات حیاتي بللي او په اړه یې خوشبیني ښودلې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه‌توب په خاطر پاکستان وستایه.

هغه زیاته کړه د پاکستان خلکو د میلیونونه افغانانو کوربه‌توب کړی دی له هغوی سره‌یې ټول امکانات شریک کړي دي."

ګوتریش افغانستان ته له پاکستانه د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ټينګار وکړ او د نړۍ په هېوادونو یې غږ وکړ چې له پاکستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي .