پاکستان د سولې په پروسې کښې مرسته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88156-پاکستان_د_سولې_په_پروسې_کښې_مرسته_کړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل پاکستان په هغه پروسې کښې نږدې ملګرتیا لري کومه چې د افغانستان د طالبانو او د امریکا ترمینځ د سولې د موافقې د اعلانیدا سبب شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2020 01:59 Asia/Kabul
  • پاکستان د سولې په پروسې کښې مرسته کړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل پاکستان په هغه پروسې کښې نږدې ملګرتیا لري کومه چې د افغانستان د طالبانو او د امریکا ترمینځ د سولې د موافقې د اعلانیدا سبب شوي ده .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې اعلانیدل تاریخي بریا وبلله او زیاته یې کړه پاکستان په افغانستان کښې د سولې لپاره د لارې د نقشې په رامینځته کولو کښې مرسته کړي ده .

قریشي وویل کله چې د افغانستان په چارو کښې  د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد پاکستان ته راغی نو ما او لومړي وزیر عمران خان ورسره  د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې او  مونږ د سولې لپاره د  لارې نقشه جوړه کړه .

د پاکستان خارجه وزیر قریشي دغه راز وویل نړۍ دې باید پوهه شي چې د افغانستان د جګړې د ختمیدا حل لاره سیاسي او ډیپلوماټیکې خبرې اترې دي .