پاکستان د سولې په پروسې کښې مرسته کړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل پاکستان په هغه پروسې کښې نږدې ملګرتیا لري کومه چې د افغانستان د طالبانو او د امریکا ترمینځ د سولې د موافقې د اعلانیدا سبب شوي ده .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې اعلانیدل تاریخي بریا وبلله او زیاته یې کړه پاکستان په افغانستان کښې د سولې لپاره د لارې د نقشې په رامینځته کولو کښې مرسته کړي ده .
قریشي وویل کله چې د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد پاکستان ته راغی نو ما او لومړي وزیر عمران خان ورسره د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې او مونږ د سولې لپاره د لارې نقشه جوړه کړه .
د پاکستان خارجه وزیر قریشي دغه راز وویل نړۍ دې باید پوهه شي چې د افغانستان د جګړې د ختمیدا حل لاره سیاسي او ډیپلوماټیکې خبرې اترې دي .