پاکستان له بریطانیا څخه د نواز شریف د ورستنولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88391-پاکستان_له_بریطانیا_څخه_د_نواز_شریف_د_ورستنولو_غوښتنه_وکړه
د پاکستان حکومت د نواز شریف د زندان د سزا د تیرولو په موخه له بریطانیا څخه د پخواني وزیراعظم نواز شریف د سمدستي ورستنولو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2020 14:06 Asia/Kabul
  • پاکستان له بریطانیا څخه د نواز شریف د ورستنولو غوښتنه وکړه

د پاکستان حکومت د نواز شریف د زندان د سزا د تیرولو په موخه له بریطانیا څخه د پخواني وزیراعظم نواز شریف د سمدستي ورستنولو غوښتنه کړې ده.

ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی چې د پاکستان حکومت نن وویل چې پر نواز شریف سربیره د هغه ورور شهباز شریف هم چې په قومي اسمبلۍ کښې د اپوزیشن مشر دی، پاکستان ته ورستون کړي.

د اطلاع رسونې په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان ځانګړې استازې میرمن فردوس عاشق اعوان خبریالانو ته ویول چې دغه هیواد به په نزدې راتلونکي کښې پاکستان ته د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د ورور شهباز شریف د ورستنولو لپاره له بریطانیايي چارواکو سره مکاتبه وکړي.

د پاکستان سترې محکمې نواز شریف د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ میاشت کښې د مالي فساد په تور د وزیراعظمۍ له څوکۍ عزل کړ.

نواز شریف نن سبا د ناروغۍ د درملنۍ په پلمه په لندن کښې دی او ورور یې شهباز شریف هم چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر دی، په بریطانیا کښې دی.