په بنو کې څلورمهم طالب کماڼدران نیول شوي
دپاکستان و افغانستان په زیاترو سیمو کې د جنایتکارو ترهه ګرو په لاس په روستیو څو کلونو کې عام خلک د دوي د جنایتونو او غیر انساني اقدامات له امله تر پوزې راغلي او په دغو جنایتکارو اقداماتو کې دلسګونو زره بې ګناه خلکو وینه توي شوې ده .
زمونږخبریال له دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په بنو ضلعې کې دبنو میرانشاه روډ کې د پولیسو په عملیاتو کې په بم چاودنو کې شریک د طالبانو څلور مهم مسئولان شیراز، ا میر طواف له شمالی وزیرستانه بنو ته روان وو ، چې د مخکې اطلاعاتو په اساس په دغې سیمې کې د ځانګړي امنیتی مامورانو په منګولو کې ګیر شول .
همداراز د بنو د بسونو په اډې کې هم په یولړ نورو عملیاتو کې د شفیع الرحمان او صدیق ا... هم امنیتی مامورانو نیولي دي .
باید ووئيل شي ، چې دغه ترهه ګرد پاکستان طالبانو تحریک مهم کسان دي او له دوي د نورو ډيرو اطلاعاتو د ترلاسه کولو احتمال هم شته .
داپه داسې حال کې دي چې دپاکستان و افغانستان په زیاترو سیمو کې د جنایتکارو ترهه ګرو په لاس په روستیو څو کلونوکې عام خلک د دوي د جنایتونو او غیرانساني اقدامات له امله تر پوزې راغلي او په دغو جنایتکارو اقداماتو کې دلسګونو زره بې ګناه خلکو وینه توي شوې ده .