یو پاکستانی وزیر هم په کرونا اخته شوی
د پاکستان د سند صوبې د ښوونې او روزنې وزیر سعید غني په کرونا وایرس ککړ شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پیپلز پارټۍ مشهور غړی او د ښوونې او روزنې لپاره د سند صوبايي وزیر سعید غني په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی او دا په داسې حال کښې دي چې په پاکستان کښې د کرونا د ناروغانو زیات شمیر په سند صوبه کښې دی.
د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي احصائیو له مخې په ټول هیواد کښې څه باندې اته سوه کسان په کرونا اخته شوې دي او تراوسه په کښې شپږو کسانو سرونه بایللې دي.
پاکستان د کراچۍ په شمول د هیواد په کابو ټولو سیمو کښې د پنځلسو ورځو لپاره تعلیمي او نورې ادارې او مارکیټونه بند کړې دي او له وسله والو ځواکونو یې غوښتي چې په ښارونو کښې د خلکو د تګ راتګ په مخنیوي کښې مرسته وکړي.
د پاکستان خارجه وزیر هم تیره چارشنبه چین ته له خپل رسمي سفره له ستنیدو وروسته قرنطینه شوی دی.