پاکستان کښې کورونا وایروس تبلیغیانو خپور کړی
Apr 01, 2020 02:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په اکثرو ښارونو کښې کورونا وایروس د هغو تبلیغیانو په وسیله خپور شوی چې له سعودي عربستان څخه د لاهور رائیونډ سیمې ته ورغلي دي .
د پاکستان دسیند صوبې په حیدراباد سیمه کښې په نور جومات کښې چیرې چې لومړی دوه سوه(۲۰۰) کسان قرنطینه شوي وو شپږ دیرش (۳۶) کسان کورونا وایروس لري .
دغه کسان د پاکستان په پنجاب صوبې کښې له رائیونډ تبلیغي اجتماعي څخه چیرې چې په لسګونو زرو خلکو د مارچ د میاشتې له یولسمې (۱۱) تر پینځلسمې (۱۵) نیټې پورې ګډون کړی وو ورستانه شوي وو .
د پاکستان د سیند صوبې د روغتیا وزارت وویل دوه (۲) کسان چې د لاهور په رائیونډ کښې په تبلیغي اجتماع کښې ورته کورونا وایروس لګیدلی وو پرون په کراچۍ ښار کښې مړه شول .
ټیګونه