له پاکستانه افغانستان ته د توکو د لېږد مېکانیزم جوړ شو
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغان سوداګر له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد او ټرانزیت کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو مېکانیزم جوړ کړ.
دغه مېکانیزم د افغان ولسمشراشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په اختصاصي غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي له لوري وړاندې شو.
ښاغلي احمدي وویل، د دغه مېکانیزم په تطبیق سره له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغان سوداګر له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له بلېخو افغان ا ولسمشر غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت پېشنهادي مېکانیزم تصویب کړ او ويېویل، که په چارو کې د چټکتیا او اسانتیاوو لپاره بودجې ته اړتیا وي، حکومت ورته چمتو دی