د انګلستان ښاریز هم له پاکستان څخه وځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89035-د_انګلستان_ښاریز_هم_له_پاکستان_څخه_وځي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان رسنیو پرون ورکړ د انګلستان په شمول ډيرو خارجي هیوادونو له اسلام اباد څخه د خپلو ډيپلوماټانو ، ښاریزو او د محصیلینو خپلو هیوادونو ته د بیولو فیصله کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 00:57 Asia/Kabul
  • د انګلستان ښاریز هم له پاکستان څخه وځي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان رسنیو پرون ورکړ د انګلستان په شمول ډيرو خارجي هیوادونو له اسلام اباد څخه د خپلو ډيپلوماټانو ، ښاریزو او د محصیلینو خپلو هیوادونو ته د بیولو فیصله کړي ده .

د پاکستان رسنیو د ډيپلوماټیکو سرچینو په قول وویل د انګلستان ښاریز له پاکستان څخه د نورو خارجي هیوادونو د ښاریزو د وتلو د پروګرام په لیدو سره له دغه هیواد څخه د وتلو د زمینې برابرولو ته د بریتانیا د حکومت په بې پامۍ غوسه دي .

له پاکستان څخه د امریکا د نهه شپیتو (۶۹) ډيپلوماټانو او د ښاریزو له وتلو وروسته په  تیرې سه شنبې ورځ د جرمني دوه سوه نهه شپيته (۲۶۹) ښاریز هم د قطر په یوې (۱) الوتکې  کښې له پاکستان څخه خپل هیواد ته لاړل .

راپورونه وايي چې کاناډا هم له پاکستان څخه د خپلو ښاریزو د ایستلو پروګرام لري او ټاکل شوي ده نن له لاهور او کراچۍ ښارونو څخه ټورنټو ښار ته دوې (۲) الوتکې لاړې شي .

د پاکستان ډان ورځپاڼې وویل په دغه هیواد کښې په خارجي  الوتکو بندیز به تر راتلونکو څلورو (۴) ورځو پورې دوام ولري او دغه راز په دغه هیواد کښې د انګلستان پینځه سوه (۵۰۰) دیره ښاریز خپل هیواد ته د ستنیدا هڅه کوي .

په پاکستان کښې کورونا وایروس اوس ډیر خپور شوی او دوه زره دوه سوه اته دیرش (۲۲۳۸) کسان په دغه ناروغۍ ککړ شوي او تراوسه یو دیرش (۳۱) تنه مړه شوي هم دي .