پاکستان په افغان کډوالو کښې د کرونا له خپریدو اندیښمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89145-پاکستان_په_افغان_کډوالو_کښې_د_کرونا_له_خپریدو_اندیښمن_دی
د پاکستان د سرحدي سیمو د چارو وزیر په هیواد کښې د افغانستاني کډوالو په کیمپونو کښې د کرونا وایرس د خپراوي د پراختیا په هکله خبردارې ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2020 02:15 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغان کډوالو کښې د کرونا له خپریدو اندیښمن دی

د پاکستان د سرحدي سیمو د چارو وزیر په هیواد کښې د افغانستاني کډوالو په کیمپونو کښې د کرونا وایرس د خپراوي د پراختیا په هکله خبردارې ورکړ.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې شهریار آفریدي پرون د افغان کډوالو د کیمپ د کتنې پرمهال خبریالانو ته وویل: په تګ راتګ کښې د محدودیت او د ښارونو د بندیز اوږدیدل سبب شوې چې زرګونه افغان کډوال په مختلفو کیمپونو کښې ګیر پاتې شي او دا چاره د کرونا له خپریدو څخه یو انساني کړکیچ رامینځته کولې شي.

خعخ د کرونا له امله رامینځته شویو کړکیچنو حالاتو کښې د افغان کډوالو له کوربه هیوادونو سره د مرستې لپاره له ملګرو ملتو د غوښتنې په ترڅ کښې زیاته کړه: د پاکستان حکومت د خپلو ډیرو اقتصادي او مالي ستونزو باوجود، افغان کډوالو ته د ځانګړو مرستندویه پیکجونو ورکول په ایجنډا کښې راوستې دي.