په پاکستان کښې د کورونا زیات مریضان داخلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89279-په_پاکستان_کښې_د_کورونا_زیات_مریضان_داخلي_دي
زمونږ خبریال وايي د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال ډاکټر ظفر میرزا پرون د هیواد خلکو ته ګواښ وکړ چې د کورونا ساري ناروغۍ پرضد د مخنیوي اقدامات جدي وګڼي او زیاته یې کړه په راتلونکو څو ورځوکښې چې په هیواد کښې څه رامینځته کیږي هغه به زمونږ له اقدام سره اړه ولري او ایا مونږ مخه نیونکي اقدامات ترسره کو او که نه .؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 01:13 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د کورونا زیات مریضان داخلي دي

زمونږ خبریال وايي د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال ډاکټر ظفر میرزا پرون د هیواد خلکو ته ګواښ وکړ چې د کورونا ساري ناروغۍ پرضد د مخنیوي اقدامات جدي وګڼي او زیاته یې کړه په راتلونکو څو ورځوکښې چې په هیواد کښې څه رامینځته کیږي هغه به زمونږ له اقدام سره اړه ولري او ایا مونږ مخه نیونکي اقدامات ترسره کو او که نه .؟

هغه په اسلام اباد کښې یوه (۱)خبري کانفرنس ته وویل تیر څلرویشت (۲۴) ساعتونه ډیر سخت وو او په هیواد کښې د کورونا له کبله څوارلس (۱۴) کسان ووژل شول .

د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر میرزا وویل مونږ خلکو  ته ویلي وو چې دغه کار به رامینځته کیږي او زیاته یې کړه ځکه خو حکومت له یوبل څخه د خلکو د ځانونو په لیرې ساتلو ټینګار کوي او دغه راز په کورونو کښې په کیناستلو او د لاسونو په وینځلو تاکید کوي .

هغه وویل د کورونا وایروس مخه نیول کیدلی شي او د دغه وایروس خپریدل بندیدلی شي که چیرې مونږ مخه نیونکي اقدامات وکړو .

ظفر میرزار وویل په پاکستان کښې د کورونا نیمايي ناروغانو ته وایروس په هیواد کښې لګیدلی دی او زیاته یې کړه په هیواد کښې ۱۷۳۳۲ کسان په قرنطینه مرکزونو کښې دي او پکښې اتلسو (۱۸) فیصدو کورونا وایروس لرلی دی .