د نواز شریف د نیولو حکم یوځل بیا صادر شو
د پاکستان احتساب ادارې یوځل بیا د مالي فساد د دوسیې په تړاؤ د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم د نیولو حکم صادر کړ.
د پاکستان د احتساب ادارې پرون وویل، دې ته په پام سره چې نواز شریف د ځمکې د لاندې کولو د دوسیې په لړ کښې د مطرح شویو پوښتنو هیڅ ځواب نه ورکوي، د هغه د بیا نیولو حکم صادر شوی دی.
خبر زیاتوي چې لندن ته د نواز شریف لپاره څوڅو وارې د پوښتنو له ورلیږلو سره سره هغه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده او حتی د پاکستان د احتساب ادارې له ورلیږلي ټیم سره یې له کتنې او تعاون کولو ته هم غاړه نه ده ایښې.
د ویلو ده چې د پاکستان ملي احتساب ادارې څه موده مخکښې د دغه هیواد پخوانی وزیراعظم نواز شریف د مالي فساد او خردبرد د یوې بلې دوسیې په تړاؤ وربللی و.
نواز شریف چې په ۲۰۱۷ کال کښې د مالي فساد په تور له وزیراعظمۍ څنګته کړې شوی او زنداني شوی و، نن سبا د ناروغۍ په پلمه په لندن کښې اوسیږي.