پاکستان په افغانستان کې د اورکم غوښتنه وکړه
عایشه فاروق ټینګار کړی دی چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات غواړي او هېواد یې په دې باور دی چې د تاوتریخوالي دایمي کموالي لپاره د ټولو لوریو هڅه د سولې په برخه کې ډېر مهم اقدام دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې پر ښکیلو لوریو د تاوتریخوالي کمولو او مصالحې ته د چمتووالي غږ کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروق په یوه بیانیه کې ویلي، په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره باید چې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی په دایمي ډول کم شي.
عایشه فاروق ټینګار کړی دی چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات غواړي او هېواد یې په دې باور دی چې د تاوتریخوالي دایمي کموالي لپاره د ټولو لوریو هڅه د سولې په برخه کې ډېر مهم اقدام دی.
عایشه فاروق زیاته کړې د کورونا بې ساري خپرېدا او د روژې مبارکې میاشتې ته په پام سره باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی رامنځته شي.
نوموړې ویلي، پاکستان به د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.