پاکستان په افغانستان کښې د صلحې د بهیر په دوام ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89843-پاکستان_په_افغانستان_کښې_د_صلحې_د_بهیر_په_دوام_ټینګار_وکړ
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې په افغانستان کښې د ټولو ښکیلو لورو او ډلو په ګډون سره د دغه هیواد د صلحې د بهیر په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2020 02:59 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې د صلحې د بهیر په دوام ټینګار وکړ

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې په افغانستان کښې د ټولو ښکیلو لورو او ډلو په ګډون سره د دغه هیواد د صلحې د بهیر په دوام ټینګار وکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې عایشه فاروقي پرون په افغانستان کښې د ښکیلو ټولو ډلو او لورو په ګډون سره د دغه هیواد د صلحې د بهیر په جاري پاتې کیدو باندې په ټینګار سره وویل چې نړیوال امنیت په افغانستان کښې په پایدارې صلحې پورې تړلې دی.

هغې وویل چې په فرورۍ میاشته کښې د طالبانو او امریکې ترمینځ د صلحې موافقه د افغانستان د صلحې په مذاکراتو کښې یو پرمختګ و نو په دې وجه نه دي پکار چې د بین الافغاني خبرواترو د ترسره کیدو تاریخي فرصت ضایع شي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې زیاته کړه: اسلام آباد په افغانستان کښې د پایداره صلحې او ډیموکراسۍ د برقرارولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.