د پاکستان نور ښاریز په کورونا ویروس ککړ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89857-د_پاکستان_نور_ښاریز_په_کورونا_ویروس_ککړ_شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان یوسل پینځه (۱۰۵) ښاریز چې له متحده عربي اماراتو څخه هیواد ته ورستانه شوي دي په کورونا ویروس ککړ دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2020 09:27 Asia/Kabul
  • د پاکستان نور ښاریز په کورونا ویروس ککړ شوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان یوسل پینځه (۱۰۵) ښاریز چې له متحده عربي اماراتو څخه هیواد ته ورستانه شوي دي په کورونا ویروس ککړ دي .

د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپنډۍ سیمې   ډپټي کمشنر متقاعد کپتان انورالحق نن وویل د هیواد یوسل پینځه (۱۰۵) ښاریز چې له متحده عربي اماراتو څخه اسلام اباد ته په الوتکه کښې راغلي دي په کورونا ویروس ککړ دي .

د فارس خلیج له عربو هیوادونو څخه د پاکستان په ستنیدونکو ښاریزو کښې د کورونا ویروس  زیاتیدا د اسلام اباد په حکومتي چارواکو کښې اندیښنې رامینځته کړي دي او د ملي امنیت په چارو کښې د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي مرستیال ډاکټر موید یوسف وویل د کورونا ویروس د مسلې په هکله د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې شوي دي .

هغه وویل تراوسه د فارس خلیج له عربو هیوادونو څخه کابو شپاړس زره (۱۶۰۰۰) پاکستانیان بیرته هیواد ته راستانه شوي دي چې اکثره یې په کورونا ویروس ککړ دي .

په پاکستان کښې کورونا ویروس له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو او نورو عربو هیوادونو څخه د ستنو شویو کسانو په وسیله خپور شوی.