پاکستان کښې نن اقتصادي فعالیتونه پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89943-پاکستان_کښې_نن_اقتصادي_فعالیتونه_پیلیږي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان حکومت د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي په دلیل د عمومي قرنطینه د نیټې د ختمیدا او د اقتصادي فعالیتونو له سره پیلیدل اعلان کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2020 01:15 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې نن اقتصادي فعالیتونه پیلیږي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان حکومت د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي په دلیل د عمومي قرنطینه د نیټې د ختمیدا او د اقتصادي فعالیتونو له سره پیلیدل اعلان کړل .

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په سرپرستۍ  له کورونا ویروس سره د مبارزې د مدیریت او دعملیاتو کمیټۍ پرون په یوې (۱) غونډې کښې د عمومي قرنطینې د نیټې د ختمولو په وړاندیز د غور په ترڅ کښې وویل له نن څخه به د کورونا محدودیت ختم شي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې خبرې سره چې عمومي قرنطینې د هیواد په اقتصاد او د بې وزله خلکو په اقتصادي حالت منفي اغیزونه کړي دي وویل د کورونا  ټول محدودیتونه له نن څخه په سوکه سوکه ډول ختمیږي خو خلک باید د زیاتو مخه نیونکو تدبیرونو په رعایتولوسره اجازه ورنکړي چې د کورونا د کنټرول په لړ کښې د حکومت لخوا ترسره شوي هڅې له مینځه ولاړې شي .

د پاکستان له کورونا ویروس سره د مبارزې د مدیریت او د عملیاتو کمیټۍ د فیصلې پراساس به په هیواد کښې د زده کړې ټول  مرکزونه هماغه راز چټي وي .

په پاکستان کښې په کورونا ویروس شپږویشت زره نهه سوه څلور پنځوس (۲۶۹۵۴)کسان ککړ شوي چې شپږ سوه یولس (۶۱۱) ترې مړه شوي هم دي