افغانستان او پاکستان کښې د کرونا ناروغان او مړي زیات شوي دي 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90388-افغانستان_او_پاکستان_کښې_د_کرونا_ناروغان_او_مړي_زیات_شوي_دي
په افغانستان او پاکستان کښې په کرونا ناروغۍ د اخته شویو کسانو او له امله یې د وژل شویو شمیر لاهم په زیاتیدو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 00:54 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان کښې د کرونا ناروغان او مړي زیات شوي دي 

په افغانستان او پاکستان کښې په کرونا ناروغۍ د اخته شویو کسانو او له امله یې د وژل شویو شمیر لاهم په زیاتیدو دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون ویلي چې په تیر شواروز کښې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په کرونا وایرس باندې ککړ ۵۸۰ تنه نور پیژندل شوې دي او د ککړو کسانو ټول شمیر ۱۳ زره او ۳۶ کسانو ته رسیدلی دی.

په افغانستان کښې هم داشان په دغه موده کښې اته کسانو د کرونا په وجه مړه شوې دي چې ورسره د دغې ناروغۍ له امله په افغانستان کښې د مړو ټول شمیر ۲۳۵ ته ورسید.

له بلې خوا د پاکستان حکومت هم پرون وویل چې په دغه هیواد کښې ۶۱ زره او ۲۲۷ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوې دي چې ورڅخه ۱ زر او ۲ سوه ۶۰ کسان مړه شوې دي.

د دغه رپورټ له مخې په قرنطینه کښې نرمي او د مواصلاتي لارو او بازارونو خلاصیدل په پاکستان کښې د کرونايي ناروغانو د شمیر د زیاتیدو سبب شوي دي.