د اقتصادي ملګرتیاؤ ګډ کمیشن دې زرترزره جوړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90435-د_اقتصادي_ملګرتیاؤ_ګډ_کمیشن_دې_زرترزره_جوړ_شي
د ایران او پاکستان د پارلیمانونو مشرانو د دوه اړخیزو موافقو په اجرايي کیدو او د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن په ترسره کیدو کښې په چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2020 03:15 Asia/Kabul
  • د اقتصادي ملګرتیاؤ ګډ کمیشن دې زرترزره جوړ شي

د ایران او پاکستان د پارلیمانونو مشرانو د دوه اړخیزو موافقو په اجرايي کیدو او د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن په ترسره کیدو کښې په چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د ایران او پاکستان د پارلیمانونو مشرانو د دوه اړخیزو موافقو په اجرايي کیدو او د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن په ترسره کیدو کښې په چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون د پاکستان د سینیټ له مشر محمد صادق سنجراني سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: د ایران او پاکستان د دواړو ګاونډي او اسلامي هیوادونو د دوستانه اړیکو پياوړتیا ډیر زیات اهمیت لري.

قالیباف زیاته کړه چې د ایران اسلامي شورا د پاکستان له پارلیمان سره د مخ په پراختیا دوستانه اړیکو له دوامه هرکلی کوي.

د پاکستان د سینیټ مشر هم د ایران د اسلامي شورا په مشرۍ  قالیباف د غوره کیدو په مبارکۍ سره د دواړو هیوادونو د پارلیماني اړیکو په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ایران او پاکستان د پارلیمانونو ترمینځ د اړیکې پراختیا په مختلفو ډګرونو کښې د خپل مینځي ملګرتیاي په پراختیا کښې مهم رول لري.

سنجراني هم داشان د کرونا وایرس د خپریدو په دې سخت پړاؤ کښې د ایران خلاف د غیرقانوني بندیزونو په غندلو سره ټینګار وکړ چې د پاکستان خلک، حکومت او پارلیمان د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو د ختمیدو غوښتونکي دي.