د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی د صهیونزم دسیسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90436-د_مسلمانانو_د_مقدساتو_سپکاوی_د_صهیونزم_دسیسه_ده
په پاکستان کښې د ایران سفارت وویل: د اسلامي زیارتونو او سپيڅلو ځایونو بې حرمتي د اسلام د دښمنانو په تیره بیا صهیونزم له خوا د اسلامي فرقو د منونکو ترمینځ د تفرقې په موخه یو سپک جنایت دی چې په وړاندې یې باید هوښیار ووسو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2020 03:19 Asia/Kabul
  • اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت
    اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت

په پاکستان کښې د ایران سفارت وویل: د اسلامي زیارتونو او سپيڅلو ځایونو بې حرمتي د اسلام د دښمنانو په تیره بیا صهیونزم له خوا د اسلامي فرقو د منونکو ترمینځ د تفرقې په موخه یو سپک جنایت دی چې په وړاندې یې باید هوښیار ووسو.

په پاکستان کښې د ایران سفارت وویل: د اسلامي زیارتونو او سپيڅلو ځایونو بې حرمتي د اسلام د دښمنانو په تیره بیا صهیونزم له خوا د اسلامي فرقو د منونکو ترمینځ د تفرقې په موخه یو سپک جنایت دی چې په وړاندې یې باید هوښیار ووسو.

په پاکستان کښې د ایران د سفارتخانې مطبوعاتي برخې پرون په سوریې کښې د اهل تسنن د مقدسو زیارتونو د خرابیدو په هکله د ځینو جعلي خبرونو د خپریدو او په اسلامي ایران پورې د دغه کار د تړلو د شیطاني ډرامې په غبرګون کښې دغه خبر دروغ وباله او ویې غنده.

په اسلام آباد کښې د ایران د سفارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي: د مسلمانانو د احترام وړ شخصیتونو د مقبرې هر ډول سپکاوی او د مقدسو ځایونو خرابول د اسلام په مبین دین کښې هیڅ ځاې نه لري او د دې جنایت ترسره کونکي یقیناً چې د دې اسماني دین په هکله سمه پوهه نه لري او د پروردګار په وړاندې د دې کار ځواب ته مجبوره دي.

په دغې بیانیې کښې له جرنلسټانو، خبریالانو او د رسنیو له خاوندانو غوښتنه شوې چې د خپلې رسندوي دندې او مسئولیت مطابق د هر ډول پروپاګنډې او جعلي سناریو له خپرولو ډډه وکړي.