پاکستان د سود د ورکولو لپاره نور په میلیارډونو ډالر پور اخلي
له دې مخکې هم دپیسو نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف دبهرنیو پورونو په ورکولو کې د پآکستان وړاندیز منلی او دغه هیواد ته ئې اجازت ورکړی د کرونائي بحران له امله دې ورکونکي پورونه تر یوه کال پورې وځنډوي .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان خزانې وزارت وئیلی دي ،نیّت لري ، تر راتلونکي کال پورې د مخکینیو اوپاتې پورونو د ورکولو او د هیواد دبودجې د تامینولو لپاره پنځلس میلیارډ ډالري پور واخلي .
ددغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، که ا سلام اباد په دغه پور اخستلو بریالی شي ، نو دا به د پاکستان د تاریخ ترټولو ستر پور اخستل وي .
د تیرې میاشتې په لومړنیو کې هم آئي ایم ایف پاکستان ته یو میلیارډ او درې سوه اتیا میلیون ډالري پور ورکړی دی .
له دې مخکې هم دپیسو نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف دبهرنیو پورونو په ورکولو کې د پآکستان وړاندیز منلی او دغه هیواد ته ئې اجازت ورکړی د کرونائي بحران له امله دې ورکونکي پورونه تر یوه کال پورې وځنډوي .
وئیل کیږي ، د پاکستان د اوسني حکومت تر ټولو ستر چیلنج هغه اقتصادي مشکلات دي ، چې د کروناویروس د خوریدا په علت نوره هم زیات شوي دي .