د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت په وړاندیزي بودجې اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90731-د_پاکستان_اپوزیشن_ګوندونو_د_حکومت_په_وړاندیزي_بودجې_اعتراض_وکړ
د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د دغه هیواد د وزیراعظم عمران خان د حکومت په وړاندیزي بودجې باندې اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2020 01:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت په وړاندیزي بودجې اعتراض وکړ

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د دغه هیواد د وزیراعظم عمران خان د حکومت په وړاندیزي بودجې باندې اعتراض وکړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د حکومت د وړاندیزي بودجې د جزئیاتو له خپریدو وروسته اپوزیشن ګوندونو پرون د پراخ اعتراض په ترڅ کښې هغه د دغه هیواد د اقتصادي ستونزو د زیاتولو لپاره هڅه وبلله.

دغه خبر زیاتوي چې د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کال د وړاندیزي بودجې د وړاندې کولو او تصویبولو لپاره د پاکستان په پارلیمان کښې د عمران خان له شتون وروسته د اپوزیشن ګوندونو نمایندګانو په اعتراض او جنجال جوړولو سره د حکومت د وړاندیزي بودجې د تصویبیدو مخه ونیوله.

په دې منځومان کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ(پارلیمان) مشر اسد قیصر وویل چې استازو له نه دي پکار چې د شعارونو په ورکولو سره خپل اعتراض اعلان کړي ځکه چې دا کار د مقننه قوې سپکاوی ګڼل کیږي.