د ملګروملتو له خوا دپاکستانیو طالبانو د مشر بایکاټول غوره ګام دی
د پاکستان د تحریک طالبان یو پخوانی ویندوي احسان ا... احسان هم له ډيرو جنایتونو وروسته ددغه هیواد پوځ میلمه شوی ؤ خو په وروستیو کې وئيل کیږي، چې هغه د ځينو حکومتي اورګانونو په مرستې سره له پوځي میلمه پالنې ستړی شوی او تښتیدلی دی .
تسنیم خبری آژانس را پور ور کړ د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد دطالبانو دترهه ګرې ډلې د سرغنې نور ولی محسود بایکاټول یو رغنده اقدام بللی او وئیلي ئې دي ، دغې ډلې د زرګونو بې ګناه انسانانو په وژلو او ډیرو ترهه ګرو حملو کې رول لوبولی دی .
میرمن فاروقي وئیلي دي،د نړۍ په درستو هیوادونوکې دې د نورولی محسود درستې شتمنۍ ضبطې شي څو د طالبانو ترهه ګر د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره ورځیني استفاده ونه کړائ شي .
هغې هیله ښودلې دنړۍ نور هیوادونه دې هم د ملګروملتو فیصلې ته د احترام په سترګه وګوري او اجازت دې ورنکړي دغه ترهه ګرو د دوي په خاوره کې فعالیتونه وکړي .
ملګروملتو داسلام اباد په وړاندیز د تیرې جمعې په ورځې د پاکستان تحریک طالبان ترهه ګرې ډلې سرغنه بایکاټ کړی او ددغې موسیسې په تور لیسټ کې ئې نامه ورزیاته کړې ډه،محسود به نورهیڅ یوه هیواد ته د سفر امکان ونه لري .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د تحریک طالبان یو پخوانی ویندوي احسان ا...احسان هم له ډيرو جنایتونو وروسته ددغه هیواد پوځ میلمه شوی ؤ خو په وروستیو کې وئيل کیږي،چې هغه د ځينو حکومتي اورګانونو په مرستې سره له پوځي میلمه پالنې ستړی شوی او تښتیدلی دی .