پاکستان ته د طالب ډلې د پلاوي سفر
د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تلی دی. په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دغې ډلې د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوې د افغانستان د صلحې د بهیر د څیړنې لپاره له دوحې څخه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته تلی دی.
ټاکل شوی چې طالبان په دغه سفر کښې چې د پاکستان د خارجه وزارت په بلنه شوی دی، د دغه هیواد له جګ پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي. د افغانستان د صلحې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره صلاح مشورې د دغه سفر ترټولو مهمه موضوع ده.
پاکستان ته د طالب ډلې د پلاوي دا سفر د افغانستان په بدلونونو کښې د اسلام اباد د رول په وجه مهم ګنلی شو. پاکستان چې په افغانستان کښې هر ډول بدلون پر خپل امنیتي او اجتماعي چاپیریال باندې اغیزناک ګڼي، غواړي چې د دغه هیواد د صلحې په پیل شوي بهیر کښې د طالبانو او کابل ترمینځ د صلحې د احتمالي موافقې په لاره کښې خپلې ملي ګټې تامین کړې شي.
هم دا وجه ده چې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د هلوځلو د بهیر په جدي کیدو سره د طالبانو یو پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بلنه دغه هیواد ته تلی دی څو دواړه لوري په افغانستان کښې د صلحې د بهیر په هکله خبرې اترې وکړي.
البته باید پام ولرو چې په روانو حالاو کښې او د طالبانو په شمول تندلارو ډلو خلاف د پاکستان د حکومت د بندیزونو له سختیدو وروسته د دغې ډلې چارواکي د دې پریکړې له پایلو او په پاکستان کښې د طالب ځواکونو په راتلونکي باندې یې له اغیزو اندیښمن دي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کښې له ترهګرۍ سره د هراړخیزې او اغیزناکې مبارزې او د مالي اقدام د ځانګړې ډلې د رضایت ترلاسه کولو لپاره خپل جدي هوډ د ښودلو په چوکاټ کښې د طالبانو په شمول تندلارو ډلو خلاف بندیزونه زیات کړل چې دا چاره د دغې ډلې له منفي غبرګون سره مخامخ شوې ده.
سره له دې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د دغې ډلې خلاف د بندیزونو د سختولو په لړ کښې د پاکستان د حکومت اقدام د افغانستان د صلحې د بهیر د لارې خنډ بللې خو حقیقت دا دی چې طالبان د دغې پریکړې له پایلو او د افغانستان له حکومت سره د صلحې د احتمالي موافقې له لاسلیکولو وروسته په پاکستان کښې د خپلو ځواکونو په وضعیت باندې یې له اغیزې اندیښمن دي.
طالبانو چې دم ګړۍ یې د افغانستان له جیلونو د خپلو ۳۲۰ زندانیانو د نه خوشې کیدو په وجه بین الافغاني مذاکرات د نامعلومې مودې لپاره ځنډولې دي، غواړي چې په دغه هیواد کښې د جنګ په خاتمې او د اوربند په تینګیدو سره، په افغانستان کښې د دغې ډلې د وسله والو لپاره د نویو حالاتو ترڅنګ په پاکستان کښې هم ورته کار وشي او ورسره د یو قانوني ښاریز په توګه چلند وشي.
طالبان اندیښمن دي چې په پاکستان کښې د دغې ډلې خلاف د بندیزونو په دوام او سختیدو سره یې کسان چې د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي، له لاسختو حالاتو سره مخامخ شي او په هم دې وجه به د طالبانو پلاوی اسلام آباد ته په سفر کښې له پاکستاني چارواکو وغواړي چې له افغانستان سره د صلحې د موافقې له لاسلیکولو سره هممهاله طالبان د بندیزونو او بایکاټ له لسټه ووځي.
البته باید پاملرنه وشي چې د افغانستان له حکومت سره د صلحې د احتمالي موافقې له لاسلیکولو وروسته د پاکستان خاورې ته طالبانو د دغو حالاتو غزول یوه غیرقانوني غوښتنه ده چې د دغه هیواد د بایکاټي ډلو په لسټ کښې هر ډول بدلون باید په پاکستان کښې د طالبانو د ورانونکو اقداماتو د ختمیدو د نښو نښانو له راڅرګندیدو وروسته د پاکستان د حکومت په ارادې سره راشي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی