د پاکستان خارجه وزير ماسکو ته لاړ
د پاکستان خارجه وزير د شانګهاي د ملګرتيا تنظيم د غړيو خارجه وزيرانو په غونډه کښې د ګډون او د مختلفو هېوادونو له خپلو هم رتبه ؤ سره د ليدنو کتنو لپاره د خپل روسي هم رتبه به بلنې نن ماسکو ته لاړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې شاه محمود قرېشي په دغه دوه ورځني سفر کښې ټاکل شوې ده د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه کښې د ګډون ترڅنګه د دغه سيمه ايز تنظيم له غړيو څخه له ځينو هم رتبه ؤ سره کتنه او صلاح مشورې وکړي.
همدارنګ ټاکل شوې ده د ماسکو په غونډه کښې د شانګهائي د ملګرتيا تنظيم د هېوادونو د مشرانو په راتلونکې غونډه کښې د تصويب لپاره شل سنده په نظر کښې ونيول شي او د ګډون کونکو هېوادونو لخوا يوه ګډه بيانيه چې د سيمې او نړۍ د بدلونونو په بارهکښې د غړیو ګډ دريځونه منعکس کوي صادره شي.
پاکستان، چين، روسيه، قزاقستان، قرقېزستن، تاجېکستان، او هند د د دغه تنظيم اصلي غړي او د ايران اسلامي جمهوريت، منګوليا، افغانستان او بلاروس په دغه تنظيم کښې د څارونکو په توګه شتون لري.
دغه دوه ورځنۍ غونډه نن او سبا د ماسکو په کورباتو سره جوړيږي.