د پاکستان شیعه مسلمانان د اهل سنتو درنښت کوي
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري ټینګار وکړ د اهل سنتو سپیڅلي ځایونه محترم ګڼو او دښمانانو ته د ناوړه استفادې اجازه نه ورکوو .
علامه راجا ناصر عباس جعفري وویل زمونږ اهل سنت وروڼه پوهیږي چې شیعه مسلمانان د دوې د سپیڅلتیاو احترام کوي او په مقابل کښې له هغوې هم غواړي زمونږ حساسیت درک کړي او د اهل بیت علیه السلام قاتلان د سترو صحابو په لیکه کښې مه ورولي .
هغه وویل په پاکستان کښې موجود شرایط د شیعه مسلمانانو لپاره ډیر اهمیت لري او یوشمیر فتنه اچونکي هڅه کوي د هیواد د سني او د شیعه مسلمانانو ترمینځ تفرقه رامینځته کړي .
د پاکستان د وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري په دې خبرې سره چې دښمانان د شیعه او د سني ترمینځ د تفرقې د اچولو هڅه کوي وویل شیعه به اجازه ورنکړي چې دښمانان خپلو هدفونو ته ورسیږي .
په تیرو څو ورځو کښې په پاکستان کښې یوشمیر سرزورو کسانو د شیعه مسلمانانو لخوا د زیارت عاشورا لوستل یوه(۱) پلمه ګرځولي ده او هغوې د اهل سنتو او د اهل تشیع ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو کوشش کوي .