د پاکستان شیعه مسلمانان د اهل سنتو درنښت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92925-د_پاکستان_شیعه_مسلمانان_د_اهل_سنتو_درنښت_کوي
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري ټینګار وکړ د اهل سنتو سپیڅلي ځایونه محترم ګڼو او دښمانانو ته د ناوړه استفادې اجازه نه ورکوو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 14, 2020 14:35 Asia/Kabul
  • د پاکستان شیعه مسلمانان د اهل سنتو درنښت کوي

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري ټینګار وکړ د اهل سنتو سپیڅلي ځایونه محترم ګڼو او دښمانانو ته د ناوړه استفادې اجازه نه ورکوو .

علامه راجا ناصر عباس جعفري  وویل زمونږ اهل سنت وروڼه پوهیږي چې شیعه مسلمانان د دوې د سپیڅلتیاو احترام کوي او په مقابل کښې له هغوې هم غواړي زمونږ حساسیت درک کړي او د اهل بیت علیه السلام قاتلان د سترو صحابو په لیکه کښې مه ورولي .

هغه وویل په پاکستان کښې موجود شرایط د شیعه مسلمانانو لپاره ډیر اهمیت لري او یوشمیر فتنه اچونکي هڅه کوي د هیواد د سني او د شیعه مسلمانانو ترمینځ تفرقه رامینځته کړي .

د پاکستان د وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري په دې خبرې سره چې دښمانان د شیعه او د سني ترمینځ د تفرقې د اچولو هڅه کوي وویل شیعه به اجازه ورنکړي چې دښمانان خپلو هدفونو ته ورسیږي .

په تیرو څو ورځو کښې په پاکستان کښې یوشمیر سرزورو کسانو د شیعه مسلمانانو لخوا د زیارت عاشورا لوستل یوه(۱) پلمه ګرځولي ده او هغوې د اهل سنتو او د اهل تشیع ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو کوشش کوي .