پیپلزپارټۍ دتکفیری بهیرد خطر په اړه خبردارې ورکړ
هغې زیاته کړه مونږه نن سبا د شیعیانو پرضد د یوې پلان شوی دسیسې شاهدان یو چی په دغو وروستیو ورځو کې په شیعیانو سختې ترهه ګرې حملې شوی دي .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د پیپلز پارټۍ سینټرې میرمن شیری رحمان نن د مشرانو جرګې په څرګنده غونډه کې وویل مذهبی افراط پالنه ډیره حساسه موضوع ده او هیواد لپاره ډیرې خطرناکې پایلې لري .
میرمن شیری رحمان د مشرانو له مشر او غړیو وغوښتل چی د شیعیانو دوروستۍ هدفمنې وژلې په اړه غبرګون وښی .
هغې زیاته کړه مونږه نن سبا د شیعیانو پرضد د یوې پلان شوی دسیسې شاهدان یو چی په دغو وروستیو ورځو کې په شیعیانو سختې ترهه ګرې حملې شوی دي .
هغې همداراز د اسلام اباد په شمول د پاکستان په ځینو ښارونو کې د خیتنو افراطی پالو او غیرقانونی ډلو په وسیله د مظاهرو له ترسره کولو د اندیښنې په څرګندولو سره له حکومته وغوښتل چی له لمسونکیو اقداماتو سره د چلند او د ښاریزو د امنیت د تامینولو لپاره جوت سیاست ولرلې شی .
په دې وروستیو کې افراطی ډلې چی عربستان او ځینې نور عرب هیوادونه ترې ملاتړ کوی ، په پاکستان کې د شیعیانو هدفمنې وژلې پیل کړی دي خو حکومت تراوسه په دې اړه کوم جدی اقدامات ندی کړی .