اسلامی امت دې د سپکاویو په وړاندې یوموټی دریځ غوره کړي
دپاکستان مرکزي حکومت د اسلام دګران پیغمبر په ویاړ او د ملی وحدت په دوام کې له دولسم ربیع الاول تر اتلسم ربیع الاول پورې د عشق رسول ا... اونۍ نومولې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان لومړي وزیر د اسلام دګران پیغمبر په شان کې په سپکایو او په لویدیځ کې له اسلامه دویرولو د پروژې د زیاتیدا په غبرګون کې ددرستو اسلامی هیوادونو مشرانو او واکوالانو ته لیک لیږدولی دی .
د پاکستان د صدراعظمۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،عمران په دغه لیک د درستو اسلامی هیوادونو له واکوالانو غوښتي دي ،له اسلامه د ویرولو دپروسې او د اسلام دګران پیغمبر په شان کې د وروستیو ګستاخیو په ضد دې سره یو موټی شي او نړۍ ته دې یو مشترک او کلک ځواب ورکړي.
عمران خان په دغه لیک کې لیکلي دي،مونږ باید لویدیځ ته ووایو چې وروستي سپکاوي د مسلمانانو د غوسې اوکرکې لامل شوي دي
له دې مخکې هم د پا کستان لومړي وزیر د اسلام دګران پیغمبر په ضد دسپکو کارټونونو دخپریدا په باب د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون په وروستیو څرګندونو په سختو نیکو سره وئيلي وو ،ماکرون په اروپا او درستې نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو زړونه داغي کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې دپاکستان مرکزي حکومت د اسلام دګران پیغمبر په ویاړ او د ملی وحدت په دوام کې له دولسم ربیع الاول تر اتلسم ربیع الاول پورې د عشق رسول ا... اونۍ نومولې ده .