د تهران لاهور ترمینځ اونیزې الوتنې بیرته پيل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94052-د_تهران_لاهور_ترمینځ_اونیزې_الوتنې_بیرته_پيل_شوې
له تهرانه د پاکستان لاهور او له لاهوره بیرته د تهران ترمینځ اونیز پروازونه چې د کرونا د وبا په وجه بند شوې وو، د ایران د ماهان ایر له خوا بیرته پيل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 08, 2020 07:27 Asia/Kabul
  • د تهران لاهور ترمینځ اونیزې الوتنې بیرته پيل شوې

له تهرانه د پاکستان لاهور او له لاهوره بیرته د تهران ترمینځ اونیز پروازونه چې د کرونا د وبا په وجه بند شوې وو، د ایران د ماهان ایر له خوا بیرته پيل شول.

د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول محمد رضا ناظري د دغه ښار د تجارت د خونې د مسئولانو په ټول کښې وویل: له راتلونکې اونۍ څخه د دغو الوتنو بحالیدل، د ایران او پاکستان د سوداګري او اقتصادي ملګرتیاؤ په تیره بیا د دواړو هیوادونو د سرحدي ولایتونو ترمینځ د اړیکو له پراختیا سره د مرستې لپاره یو مهم ګام دی.

ناظري زیاته کړه چې د ایران او پاکستان د سوداګرو ټولنه ډیرې پياوړې اړیکې لري او په هم دې لړ کښې په لاهور کښې د ایران قونصلیټ او د دغه ښار د سوداګرۍ خونه د دغو اړیکو د لاپیاوړې کولو هلې ځلې کوي.

د لاهور د سوداګرۍ او تجارت د خونې غړو هم د تهران او لاهور ترمینځ د ماهان د کمرشل الوتنو د بیا پیلیدو په هرکلي سره هغه د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سوداګري ادارو ترمنیځ د اړیکو د ژوندي کولو یو ښه فرصت وباله.