پاکستانیانو بیاهم د فرانسې خلاف مظاهرې وکړې
د پاکستان خلکو یوځل بیا د رسول الله مبارک په شان کښې له سپکاوي د ډکو خاکو د خپرولو د دوام په هکله د فرانسې د ولسمشر په اسلام دښمنه څرګندونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د پاکستان خلکو یوځل بیا د رسول الله مبارک په شان کښې له سپکاوي د ډکو خاکو د خپرولو د دوام په هکله د فرانسې د ولسمشر په اسلام دښمنه څرګندونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د پاکستان په لس هاؤ زره خلکو د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د مظاهرو په کولو سره د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په هکله د سپکو کاریکاټورونو خپرول وغندل.
پاکستاني مظاهره چیانو د فرانسې له حکومت سره د اسلام آباد د اړیکو د غوڅیدو او د فرانسوي محصولاتو د بایکاټولو غوښتنه وکړه.
هغوي هم داشان د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون انځورونه تر پښو لاندې کړل او د فرانسې بیرغ یې هم وسوځوه.