د پاکستان پارلیمان له فرانسې سره د اړیکو په غوڅولو غور کوي
د پاکستان د قومي اسمبلۍ (پارلیمان) مشر وویل: اسلام آباد له فرانسې سره د سفارتي اړیکو د ختمولو جاج اخلي.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ (پارلیمان) مشر وویل: اسلام آباد له فرانسې سره د سفارتي اړیکو د ختمولو جاج اخلي.
اسید قیصر نن وویل: د پاکستان مسلمانان د مسلمانانو د مقدساتو او د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) سپکاوې هیڅکله نه مني او په دې وجه له فرانسې سره د اړیکو غوڅول د پارلیمان په ایجنډا کښې شامل شوې دي.
په تیرو څو ورځو کښې د پلازمینې او اسلام آباد او هم داشان کراچۍ په شمول د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې لسګونه زره خلکو د رسول ا... مبارک په شان کښې د سپکاوي په هکله د فرانسې د ولسمشر په اسلام دښمنه څرګندونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د فرانسې د بیرغ او امانویل مکرون د انځورونو په سوځولو سره یې له پاکستانه د فرانسوي سفیر د وباسلو غوښتنه وکړه.