د ایران خارجه وزیر له لوړ رتبه پاکستانی چارواکو سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94124-د_ایران_خارجه_وزیر_له_لوړ_رتبه_پاکستانی_چارواکو_سره_کتنه_وکړه
ښاغلی ظریف له قریشی سره یو ځای د پاکستان د خارجه وزارت د ودانۍ په انګړ کې د دوستی ډکې ښخ کړ
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 11, 2020 14:29 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر له لوړ رتبه پاکستانی چارواکو سره کتنه وکړه

ښاغلی ظریف له قریشی سره یو ځای د پاکستان د خارجه وزارت د ودانۍ په انګړ کې د دوستی ډکې ښخ کړ

د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف چی لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ یې اسلام اباد ته سفر کړی دی ، نن له خپل پاکستانی همڅنګ شاه محمود قریشی سره کتنه او د دلچسپۍ وړ مسلو په اړه د نظر تبادله وکړه . ښاغلی ظریف له قریشی سره یو ځای د پاکستان د خارجه وزارت د ودانۍ په انګړ کې د دوستی ډکې ښخ کړ .

د ایران خارجه وزیر له دې مخکې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره هم کتنه اړو خبرې اترې کړی وې .

د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه او د اسلام اباد د سټراټیجیکو مطالعاتو په پوهنکور کې وینا چی نن مازیګر به ترسره شی ، پاکستان ته د ښاغلی ظریف د دوه ورځنی سفر نهایی پروګرام دې .