بلاول بوټو زرداري په حکومت سخته نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94320-بلاول_بوټو_زرداري_په_حکومت_سخته_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان تحریک انصاف د پینځو (۵) خپلواکه کاندیدانو په یوځاې کیدا سره په ګلګت بلتستان کښې د حکومت د جوړولو جوګه شوی دی او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ادعا وکړه چې په اسلام اباد کښې د تحریک انصاف حکومت به د راتلونکي میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې له واک څخه لیرې کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2020 08:52 Asia/Kabul
  • بلاول بوټو زرداري په حکومت سخته نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان تحریک انصاف د پینځو (۵) خپلواکه کاندیدانو په یوځاې کیدا سره په ګلګت بلتستان کښې د حکومت د جوړولو جوګه شوی دی او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ادعا وکړه چې په اسلام اباد کښې د تحریک انصاف حکومت به د راتلونکي میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې له واک څخه لیرې کړي .

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر  بلاول بوټور زرداري پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ به د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له قدرت څخه لیرې کړو ځکه چې هغه په هر میدان کښې که هغه د کشمیر موضوع وي او که د کورونا ناروغۍ وي ناکامه شوی دی .

بلاول بوټو زرداري وویل د تحریک انصاف حکومت وړتیا نلري .

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ګلګت بلتستان د خلکو ستاینه وکړه چې په سیمه کښې د حکومت د جوړولو لپاره یې د تحریک انصاف کار مشکل کړی دی او هغه په انتخاباتو کښې په بریالیو کاندیدانو غږ وکړ چې خپل بریالیتوب په حکومت مه خرڅوي کوم چې زر په ختمیدا دی .

بلاول بوټو په انتخاباتو کښې له  بریالی شویو خپلواکه کاندیدانو وغوښتل چې د ګلګت بلتستان سیمې د خلکو د حقوقو دفاع وکړئ او د دوو (۲) یا دریو (۳) میاشتو لپاره دې وزیران مه جوړیږئ .

هغه د ګلګت بلتستان سیمې د انتخاباتو د کمیسیون په مشر تور ولګاوه چې په انتخاباتو کښې یې طرفداري کړي ده .