ایران او پاکستان دې خپلې ملګرتیاوې لاپراخې کړي
قالیباف همداراز په سیمې کې د سولې په ټينګیدا په ټینګار سره وئيلي دي ، ایران له مسلمانو هیوادونو سره دخبرواترو لپاره هیڅ وارمخکې شرط نه لري او البته د یوه هیواد لپاره هم کوم ګواښ نه شمیرل کیږي .
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون ناوخته په ایران کې د پاکستان له سفیر رحیم حیات قریشي سره په کتنې کې وئیلي دي ، دایران او پاکستان دوه اړخیزې ملګرتیاوې له ژورو کلتوري ،مذهبی ، سیاسی او اقتصادي مخینو برخمنې دي او دا مهم د دواړو هیوادونو په حکومتونو او ملتونو کې په درستو سویو ټينګې دي .
دایران د پارلیمان مشر د دواړو هیوادونو اقتصادي ظرفیَتونو ته په اشارې سره زیاته کړې ،په سیمې کې د دوو قدرتمنو هیوادونو په توګه د ایران او پاکستان ګډو پولو ته په پام سره ، د سرحدي بازارچو عملیاتي کول ، ددواړو هیوادونو د سرحدي سیمو د اوسیدونکو دهوساینې د پیاوړتیا او امنیت لامل کیدلی شی .
قالیباف همداراز په سیمې کې د سولې په ټينګیدا په ټینګار سره وئيلي دي ، ایران له مسلمانو هیوادونو سره دخبرواترو لپاره هیڅ وارمخکې شرط نه لري او البته د یوه هیواد لپاره هم کوم ګواښ نه شمیرل کیږي .
دپاکستان سفیر رحیم حیات قریشي هم د ایران د ایټمي ساینسدان محسن فخري زاده د شهادت په مناسبت هم تسلیّت ویلی او وئيلي ئې دي ، دغه ترهه ګراقدام د درستو نړیوالو قوانینو او قواعدو خلاف دی . هغه همداراز په درستو زمینو کې له تهران سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د اسلام اباد دحکومت د چمتووالي په اعلانولو سره د پاکستانیو زیارتوالو دښه کوربتوب په خاطر د ایران د حکومت او ملت قدرونه کړې .