ایران او پاکستان دې خپلې ملګرتیاوې لاپراخې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94706-ایران_او_پاکستان_دې_خپلې_ملګرتیاوې_لاپراخې_کړي
قالیباف همداراز په سیمې کې د سولې په ټينګیدا په ټینګار سره وئيلي دي ، ایران له مسلمانو هیوادونو سره دخبرواترو لپاره هیڅ وارمخکې شرط نه لري او البته د یوه هیواد لپاره هم کوم ګواښ نه شمیرل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2020 01:33 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان دې خپلې ملګرتیاوې لاپراخې کړي

قالیباف همداراز په سیمې کې د سولې په ټينګیدا په ټینګار سره وئيلي دي ، ایران له مسلمانو هیوادونو سره دخبرواترو لپاره هیڅ وارمخکې شرط نه لري او البته د یوه هیواد لپاره هم کوم ګواښ نه شمیرل کیږي .

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  پرون ناوخته  په   ایران کې د پاکستان له سفیر  رحیم حیات قریشي سره په کتنې کې  وئیلي دي ، دایران او پاکستان  دوه اړخیزې ملګرتیاوې له ژورو کلتوري ،مذهبی ، سیاسی او اقتصادي  مخینو برخمنې دي  او دا مهم د دواړو هیوادونو  په حکومتونو او ملتونو کې په درستو سویو ټينګې دي .

 دایران د پارلیمان مشر  د دواړو هیوادونو اقتصادي ظرفیَتونو ته په اشارې سره  زیاته کړې ،په سیمې کې د دوو قدرتمنو هیوادونو په توګه  د ایران او پاکستان  ګډو پولو ته په پام سره ، د سرحدي بازارچو  عملیاتي کول ،  ددواړو هیوادونو د   سرحدي سیمو د اوسیدونکو دهوساینې  د پیاوړتیا او امنیت لامل کیدلی شی .

 قالیباف همداراز   په سیمې کې د سولې په ټينګیدا په ټینګار سره  وئيلي دي ، ایران  له مسلمانو هیوادونو سره  دخبرواترو لپاره  هیڅ وارمخکې شرط نه لري او البته  د یوه  هیواد لپاره هم کوم ګواښ  نه شمیرل کیږي .

 دپاکستان  سفیر رحیم حیات قریشي هم د ایران د ایټمي ساینسدان محسن فخري زاده د شهادت په مناسبت هم تسلیّت ویلی  او وئيلي ئې دي ،  دغه ترهه ګراقدام د درستو نړیوالو قوانینو او قواعدو خلاف  دی .  هغه همداراز  په درستو زمینو کې  له تهران سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د اسلام اباد دحکومت د چمتووالي په اعلانولو سره د پاکستانیو زیارتوالو  دښه کوربتوب په خاطر د ایران د حکومت او ملت قدرونه  کړې .