د پاکستان پلاوی اسرائیلو ته نه و تللی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94879-د_پاکستان_پلاوی_اسرائیلو_ته_نه_و_تللی
ایکنا خبري اژانس وايي د پاکستان چارواکو د تیرې میاشتې په اخر کښې نیواکي فلسطین ( اسرائیلو ) ته د اسلام اباد د پلاوي سفر دروغ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2020 09:00 Asia/Kabul
  • د پاکستان پلاوی اسرائیلو ته نه و تللی

ایکنا خبري اژانس وايي د پاکستان چارواکو د تیرې میاشتې په اخر کښې نیواکي فلسطین ( اسرائیلو ) ته د اسلام اباد د پلاوي سفر دروغ وباله .

د مینځني ختیځ په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي «طاهر اشرفی» نیواکي فلسطین ته د اسلام اباد د حکومتي پلاوي د سفر په ردولو سره نن وویل د دغو خبرونو د خپرولو هدف په پاکستان کښې د ګډوډۍ رامینځته کول او اسلامي هیوادونو ته  د ګوزار ورکول دي .

اشرفي زیاته کړه پاکستان به  تر هغه وخته چې د فلسطین د مسلې لپاره عادلانه حل لاره وړاندې نشي هیڅکله صهیونیسټ رژیم په رسمیت ونه پيژندي او دا د پاکستان د ملت او د حکومت پریکنده او ثابت دریځ دی .

د پاکستان خلکو په ځلونو په پراخو مظاهرو سره د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلو کښې د قدس د نیواکګر رژیم د جنایتونو په غندلو سره د فلسطین د خلکو له ایډیل څخه په همیشني ملاتړ ټینګار کړی او له صهیونیسټ رژيم څخه یې خپله کرکه اعلان کړي ده .