د بلوچستان صوبې دتاجرانو لپاره د تفتان میرجاوې سرحدي لاره پرانیستل شوه
د ایران او پاکستان ترمینځ دوهمه ستره سرحدي لاره ، یعني د پاکستان په ګَبد او دایران د سیستان اوبلوچستان ولایت په ریمدان سرحدي سیمې کې ده چې دوه میاشتې مخکې په رسمي توګه پرانیستل شوې ده
ایرنا خبري آژانس راپورورکړ و د پاکستان دبلوچستان صوبې د ځاي تاجرانو لپاره له ایران سره د آزاد تجارت ستره لاره په تیره بیا له ایرانه د پاکستان دبلوجستان صوبې د خلکو د اړتیا وړ اساسی شیانو د وارداتو لپاره په چاغې سیمې کې د تفتان او میرجاوې ګډه رسمي ستره لاره چې له تیر کال راهسې تړل شوې وه ، ددواړو خواؤ دتاجرانو د تجارتي فعالیتونو لپاره پرانیستل شوې ده .
د ایران او پاکستان ترمینځ دوهمه ستره سرحدي لاره ، یعني د پاکستان په ګَبد او دایران د سیستان اوبلوچستان ولایت په ریمدان سرحدي سیمې کې ده چې دوه میاشتې مخکې په رسمي توګه پرانیستل شوې ده او د کراچۍ او ګوادر له بندرونو سره د نزدیوالي په خاطر د دواړو هیوادونو ترمینځ په کال کې دتجارت ارزښت تر پنځه میلیارډډالرو پورې درسولو لپاره ترټولو آرزانه او نزدې لاره ده ..