د بلوچستان صوبې دتاجرانو لپاره د تفتان میرجاوې سرحدي لاره پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95968-د_بلوچستان_صوبې_دتاجرانو_لپاره_د_تفتان_میرجاوې_سرحدي_لاره_پرانیستل_شوه
د ایران او پاکستان ترمینځ دوهمه ستره سرحدي لاره ، یعني د پاکستان په ګَبد او دایران د سیستان اوبلوچستان ولایت په ریمدان سرحدي سیمې کې ده چې دوه میاشتې مخکې په رسمي توګه پرانیستل شوې ده
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 01, 2021 12:11 Asia/Kabul
  •   د بلوچستان صوبې دتاجرانو لپاره د تفتان میرجاوې سرحدي لاره پرانیستل شوه

د ایران او پاکستان ترمینځ دوهمه ستره سرحدي لاره ، یعني د پاکستان په ګَبد او دایران د سیستان اوبلوچستان ولایت په ریمدان سرحدي سیمې کې ده چې دوه میاشتې مخکې په رسمي توګه پرانیستل شوې ده

 ایرنا خبري آژانس راپورورکړ و د پاکستان دبلوچستان صوبې د ځاي تاجرانو لپاره له ایران سره د آزاد تجارت  ستره لاره  په تیره بیا له ایرانه د پاکستان دبلوجستان صوبې د خلکو د اړتیا وړ اساسی شیانو د وارداتو لپاره په چاغې سیمې کې  د تفتان  او میرجاوې  ګډه رسمي  ستره لاره  چې له تیر کال راهسې تړل شوې وه ، ددواړو خواؤ دتاجرانو د تجارتي فعالیتونو لپاره پرانیستل شوې ده .

د ایران او پاکستان ترمینځ دوهمه ستره سرحدي  لاره ، یعني د پاکستان  په ګَبد  او دایران د سیستان اوبلوچستان ولایت په ریمدان  سرحدي سیمې کې ده  چې دوه میاشتې مخکې په رسمي توګه پرانیستل شوې ده  او  د کراچۍ او ګوادر له بندرونو سره د نزدیوالي  په  خاطر  د دواړو هیوادونو ترمینځ په کال کې  دتجارت ارزښت تر پنځه میلیارډډالرو پورې درسولو لپاره  ترټولو آرزانه او نزدې لاره ده ..