عمران خان او د اماراتو ولیعهد ټیلیفوني خبرې وکړې
د پاکستان وزیراعظم او د اماراتو ولیعهد په خپلو کښې په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او هم داشان په څواړخیزو سازمانونو کښې د ملګرتیا په سر موافقه وکړه.
د پاکستان وزیراعظم او د اماراتو ولیعهد په خپلو کښې په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او هم داشان په څواړخیزو سازمانونو کښې د ملګرتیا په سر موافقه وکړه.
د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي دي چې عمران خان او د اماراتو ولیعهد محمد بن زاین آل نهیان پرون په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان د سیمې د بدلونونو او د نړیوالو موضوعاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د پاکستان او اماراتو د مشرانو دغه صلاح مشورې په سیمه کښې د شخړو، له صهیونیسټي رژيم سره د عربانو په تیره بیا د متحده عرب اماراتو د جوړجاړي، په اماراتو کښې د پاکستاني کارګرانو د بد حالت او هم داشان د ابوظبۍ له خوا په پاکستانیانو د ویزې د بندولو تر دروند سیوري لاندې ترسره شوې.