له هندوستان سره د خبرو لپاره د پاکستان شرط :-
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i96222-له_هندوستان_سره_د_خبرو_لپاره_د_پاکستان_شرط
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په مشروط ډول د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره د خبرو لپاره چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 07, 2021 15:06 Asia/Kabul
  • له هندوستان سره د خبرو لپاره د پاکستان شرط :-

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په مشروط ډول د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره د خبرو لپاره چمتووالی اعلان کړ .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې  له خلکو سره د پیوستون د کلیزې په مناسبت یې خبرې کولې وویل د سیمې خلک د بیا کورواکۍ غوښتونکي دي او که چیرې نوی ډیلی د کشمیر د خلکو حقوق رعایت کړي نو دې چمتو دی د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره خبرې وکړي .

عمران خان زیاته کړه د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې وسیدونکي د دغه سیمې د کورواکۍ غوښتنه کوي او د هندوستان حکومت باید له لمسونکو اقداماتو ډډه وکړي .

د پاکستان خلکو په تیرې جمعې ورځ د پلازمینې اسلام اباد په شمول په بیلابیلو ښارونو کښې د کشمیر له خلکو سره د پیوستون د ملي ورځې په لمانځلو سره د کشمیر د مسلمانانو په ملاتړ کښې لاریونونه ترسره کړل .

د هندوستان حکومت د دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځمه (۵)نیټه تر خپل کنټرول لاندې د کشمیر سیمې ځانګړیو اختیاراتو( کورواکۍ)  په لغو کولوسره د کشمیر د ښاریزو لپاره د ژوند شرایط سخت کړي دي او دغه سیمې ته د هندوانو د مهاجرت کولو او د دغو هندوانو لخوا د کشمیر د ځمکو د اخیستلو او خرڅولو زمینه برابره کړي ده .

د کشمیر د کورواکۍ د لغو کیدا په قانون کښې د بیاکتنې شرط چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هندوستان او د پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د زمینې د برابریدا لپاره مطرح کړی دی د دې ښودنه کوي چې د کشمیر مسله د اسلام اباد د سرو(red) کرښو په سر کښې ووسي او پاکستان هیڅکله د دغه ستراتيژیکې موضوع په هکله معاملې کولو ته تیار نه دی .

د پاکستان له نظره د هندوستان حکومت باید د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې د وسیدونکو د برخلیک د ټاکلو د حق د اعمالیدا لپاره زمینه برابره کړي چې دا ډول غوښتنه د کشمیر په هکله د ملګروملتونو له پریکړه لیک سره په بشپړه ډول  سمون خوري .

د ملګروملتونو له پریکړه لیک سره سم او د برخلیک د ټاکلو د حق د اصل پراساس د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د ټولپوښتنې په ترسره کیدا سره باید د دغه سیمې د وسیدونکو په وسیله د خپل برخلیک د ټاکلو په هکله د فیصلې د ترسره کولو زمینه برابره شي .

د ملګروملتونو له دغه  پریکړه لیک  او د خپل برخلیک د ټاکلو په هکله د کشمیر سیمې د وسیدونکو د فیصلې د ترسره کولو لپاره په دغه سیمه کښې د ټولپوښتنې په ترسره کیدا له ټینګار سره سره د هندوستان حکومت تراوسه په کشمیر کښې د کړکیچ د حل لپاره د خلکو رایو ته مراجعه کولو ته نه دی چمتو شوی .

په کشمیر سیمه کښې د کورواکۍ له لغو کیدا وروسته چې د دغه سیمې او هلته د دیره مسلمانانو پرضد د محدودیتونو د لګولو لپاره ستر ګام دی او د پاکستان حکومت هڅه کړي ده د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د کشمیر سیمې د خلکو له اساسي حقوقو په ملاتړ کښې د نړیوالې او د سیمه ییزې اجماع او نظر په رامینځته کولو سره د هندوستان مقامات په دغه توپیرناک قانون کښې بیا کتنې او ورپسې په کشمیر سیمه کښې د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره تر دباو لاندې ورولي .

له دې سره سره چې د هندوستان د حکومت لخوا د کشمیر سیمې د کورواکۍ لغو کیدل د سیمې او نړۍ په سویه له غبرګونونو سره مخامخ شول خو په دې زمینه کښې د پاکستان غبرګون ډیر سخت و چې له کبله یې له اسلام اباد څخه د هندوستان ډیپلوماټان وویستل شول او له هندوستان سره د پاکستان اړیکې کمې شوې  .

د هندوستان حکومت د پاکستان دغه غبرګون ته په ځواب کښې په دې خبرې سره چې د کشمیر سیمې په هکله د اسلام اباد فیصله داخلي موضوع ده په پاکستان غږ وکړ له نوي ډیلي سره د اړیکو د کمولو لپاره په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي .

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دغه وینا چې د هندوستان او د پاکستان د خبرو اترو د بیرته پیلیدا د کشمیر د کورواکۍ د لغو کیدا په قانون کښې د نوي ډیلي  له بیا کتنې سره غوټه خوړلي ده د اسلام اباد په پخواني دریځ باندې بیا ټینګار د کشمیر د مظلومو او د کړیدلیو خلکو د ضایع شویو حقوقو د بیرته ترلاسه کولو لپاره د هڅې لپاره دی .

داسې ښکاري دې ته په پام سره چې حاضردمه په هندوستان  کښې د بي جی پي(bjp) ګوند تر مشرۍ لاندې سرزوری ملي پال ګوند واک په لاس کښې لري لیرې ښکاري چې د کشمیر د کورواکۍ د لغو کولو په قانون کښې د بیا کتنې لپاره د عمران خان له شرط سره سم په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالي د ختمیدا لپاره د اسلام اباد او د نوي ډیلي د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي .