له اسلامه د ویرولو له بهیر سره کلکه مبارزه ضروري ده
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې ،د اسلام دپاک دین فرمانونه او د اسلام د ګران پیغمبر سیرت تل پر سولې ټينګار کوي،له دې امله د اسلام اباد حکومت هماغه راز په لویدیځي ټولنو کې له اسلامه د ویرولو له سپير بهیر سره دمبارزې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او دا موضوع به دملګروملتو پشمول په نړیوالو ټولنو کې روښانه کړي .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن سیرت البني نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې له اسلامه د ویرولو له بهیر سره دمقابلې په ضرورت په ټينګار سره وئيلي دي،د مسلمانانو ترمینځ دپيوستون او اتحاد په رامینځةکولو کې ددیني عالمانو رول اړین دی. هغه وئيلي دي اسلام دسولې دین دی ددرستو انسانانو لپاره اساسي حقوق تضمینوي .
د پاکستان لومړي وزیرزیاته کړې،د اسلام دپاک دین فرمانونه او د اسلام د ګران پیغمبر سیرت تل پرسولې ټينګار کوي،له دې امله د اسلام اباد حکومت هماغه راز په لویدیځي ټولنو کې له اسلامه د ویرولو له سپير بهیر سره دمبارزې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او دا موضوع به دملګروملتو پشمول په نړیوالو ټولنو کې روښانه کړي .
د پاکستان د مذهبی چارو وزیر پیر نورالحق،د بهرنیوچارو وزیرشاه محمودقریشي او دغه راز یو شمیر دیني مشرانو هم په دغه سیمنار کې د اسلام دګران پیغمبر پرسیرت عمل کول او په وړاندې چیلنجونو سره دمقابلې او شخړو دحل لپاره دمسلمانانو د پيوستون او اتحاد په ضرورت ټينګار کړی دی .